IQNA

دښمنان د ایران د سترملت دعزت په مقابل کې ناکام دي

20:01 - September 22, 2021
د خبر لمبر: 3484675
تهران (ایکنا) -بې شکه هغه انقلاب چې د ولس په خالی لاسونو سره ،البته په  خدا وندمتعال په توکل او  تکیې او  د حضرت امام خمیني  په هوښیارې او ځيرې رهبرۍ سره بریالی شوی ؤ

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له وله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ په اعلامیې کې چې د سپيڅلی دفاع  د اونۍ د درنښت په مناسبت خپره شوي ،ټينګار  شوی ،بې شکه هغه انقلاب چې د ولس په خالی لاسونو سره ،البته په  خدا وندمتعال په توکل او  تکیې او  د حضرت امام خمیني  په هوښیارې او ځيرې رهبرۍ سره بریالی شوی ؤ،د ویاړمنې سپيڅلي دفاع په پړاؤ کې دې ډاډ او  باؤر ته ورسید چې هیڅ یو لویدیځي او ختیځي قدرت  به نه یوازې  ددغه هیواد ملاتړي او ژغورونکي نه وي، بلکې  یوازې د دوي دښمنۍ او خنډونه دي چې  د ایران دملت او اسلامی نظام  په وړاندې  تل پاتې او دوامدار دي .

په دغې اعلامیې کې  ټينګار شوی دی ، د اسلامی جمهوری ایران دښمنان چې  د سترې  شیطانې امریکا او جنایتکار وحشي صهیونیسټي رژيم  په رهبرۍ  ئې  په مختلفو حوزو په تیره بیا  ددفاعي ، اقتصادي  او سیمه ایزې حوزې پشمول په مختلفو حوزو کې د اسلامی ایران  د پرمختګونو په دوام کې  د خنډ د جوړولو لپاره  د ائيتلاف په جوړولو سره  ناکامې هلې ځلې تجروبه کړي دي ، پوهه شوي دي چې  نور  به  د ایران د ملت د په ګونډو کولو  لپاره د ملی پوهانو ،اتلانو  فیزیکي حذفول ، ترکیبي او ډول ډول جنګونه ، ګواښونه او دباؤنه هیڅ کارندوالی ونه لري . 

 ددغې اعلامیې په دوام کې  وئیل شوي دي نن  سبا  د توغندوي ډرونز ، دفاعي سسټمونو ،  هوائي ،سمندري ، الیکټرانیکي ، مځکني بریاؤ او توانمنیو په څیر دفاعي صنعت  اوڅاره  بریاؤ  په هرې سوې   احتمالي ګواښونو ته د سخت او غاښ ماتونکي ځواب لپاره  د وسلوالو ځواکونو لاسونه ډک کړي دي 

د ۱۳۵۹لمریز کال  د وږي د میاشتې په یودیرشمه نیټه چې د ۱۹۸۰میلادی کال دستمبر له دوویشتمې نیټې سره برابره  ده ،  دعراق د وخت صدام دیکتاتور تیریګر پوځ د ایران په ضد  دهرډول جنګي ماډرن تجهیزاتو  پّ کارولو سره  پراخ یرغلونه پیل کړل .  د وږي دمیاشتې یودیرشمه نیټه  دایران په کال هینداره کې  د سپيڅلي دفاع  د اونۍ پیل دی

https://parstoday.com/ps/news/iran-i105948

captcha