IQNA

د ایران د اسلامي جمهوریت نظام قدسي نظام دی

21:14 - September 21, 2021
د خبر لمبر: 3484669
تهران(ایکنا) - د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل زمونږ نظام قدسي دی ځکه چې د دیني تعلیماتو او دین پربنسټ ولاړ دی .

 ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم رئیسي د سپڅلي دفاع د اونۍ د لماځل کیدا په دستورو کښې او د شهیدانو د کورنیو ، جانبازانو او د سرشیندونکو په قدرونې سره د حضرت امام حسین علیه السلام د ماتم د ورځو په هکله په تسلیت ویلو سره وویل له مخکښانو څخه د شننې او د تکریم دغه حرکت د ځوان نسل د خوندي کیدا سبب کیدلی شي او د نني نسل او د راتلونکو نسلونو د صیانت لاره دا ده چې عاشورا معرفي او معلومه شي عاشورا دوام لري او د عاشورا دوام نن سبا د هغو شهیدانو ورایښت دی چې د خدای پاک او د یوې (۱) سپیڅلي چارې لپاره په میدان کښې ظاهر شول .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل ډير هیوادونه په دنیا کښې جنګ کوي او د تاریخ په اوږدو کښې ډیر جنګونه شوي او وینې توې شوي دي خو په دوې کښې کومه یوه (۱) سپيڅلي دفاع ده ؟ نن سبا په دنیا کښې ډیر ډیر حکومتونه شته خو په دوې کښې کوم نظام سپیڅلی دی ؟ او پوښتنه دا ده چې کوم شی زمونږ د نظام د سپیڅلتیا ، او د زمونږ د بسیج کیدا او د قدسیت د رمز سبب دی ؟ او ولې زمونږ دفاع مقدسه ده ؟

هغه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د قدسیت راز د دین ، د دین د تعلیماتو او د  کتاب او د سنت پربنسټ دی .

 https://parstoday.com/ps/news/iran-i105930

captcha