IQNA

ایران او نړیوال ایټمي آژانس په ایټمي زمینو کې ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي

21:20 - September 12, 2021
د خبر لمبر: 3484617
 تهران(ایکنا)-د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې دمشر او د  ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  عمومي مدیر له لیدو کاتو وروسته  یوه ګډه اعلامیه خپره کړې،په مختلفو  ایټمي زمینو کې ئې  د ایران او آژانس دتخنیکي ملګرتیاؤ پر پراختیا ټينګار کړی دی .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قول راپور راکړپه ګډې اعلامیې کې راغلي دي ،دواړو لورو  د متقابل اعتماد او ملګرتیا روح او د  دوام اهمیّت ئې  او همداراز  یوازې په تخنیکي او رغنده فضا کې د خپل مینځیو موضوعګانو باندې د غور ضرورت باندې بیا بیا  ټينګار  کړی دی .

  همداراز په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،  دخپل مینځیو موجوده ملګرتیاؤ او تعاملاتو په چوکاټ کې  لورو فیصله کړې ده ، چې  په اړونده سویو متقابل لیده کاته دوام ومومي .

 ددغې اعلامیې په اساس ،  په همدې لړ کې  د ایران د ایټمي انرژٌۍ  د ادارې مشر او د  ولسمشر مرستیال  به  له عمومی مدیر سره د  آ ژانس د عمومي کنفرانس په څنډې کې  لیدنه وکړي او  عمومی مدیر  به هم  په نزدې راتلونکي کې تهران بیرته په سفر راشي  څو   په مختلفو حوزو کې  د ایران او آژانس  ترمینځ د ملګرتیاؤ دپیاوړتیا په موخې سره او د متقابلو دلچسپۍ وړ  اوسنیو موضوعګانو په باب بحث  په لوړه سویه ترسره شي.

په دغې ګډې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی ،  چې دآژانس پلټونکو ته اجازت ورکول کیږي ،څو د مشخصې څارنې د تخنیکي  تجهیزاتو د سروس  او د کیمرو د د کارډنو دنوي کولو په نسبت  چې  په ایران کې به  په ګډمهر او لاک سره  وستال شي ،  اقدام وکړي او  ددغه اقدام څرنګوالی او  د ترسره کیدا وخت  باندې دواړو لورو سره موافقه  وکړه .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i105566  

captcha