IQNA

په اربعین کې د ایرانیو زیارتوالو شمیر به نوره هم زیات شي

20:54 - September 12, 2021
د خبر لمبر: 3484615
تهران (ایکنا)- د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران اوعراق اراده د دوواړخیزو اړیکو پراختیا ده ، زیاته کړې ده ، دعراق لومړي وزیر ژمنه ورکړې چې د حسینی اربعین په دستورو کې د شتون لپاره د ایرانیو زیارتوالو شمیر زیات کړي .

ایکنا خبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ ،دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئسي دعراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره له لیدو کاتو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل ، د دواړو هیوادونو د ویزو لغوه کیدا د ایران لپاره د عراق د لومړي وزیر ښه خبر ؤ . د ډاکټر ریئسي په وینا، دتهران او بغداد ژور ارتباطات د دواړو هیوادونودحکومتونو او د دوو ملتونو له زړونو او باؤرونو څخه سرچینه اخلي .، د ایران او عراق اړیکې په دوو هیوادونو نه ختمیږي ، دواړه هیوادونه په سیمې ، نړۍ او په نړیوالو ارتباطاتو کې هم ډيرې اغیزشیندونکي کیدلی شي .
د ایران ولسمشر روښانه کړې ده ، د ایران او عراق اراده د ریلي کریډور او له بصرې سره د شلمچې ارتباط پراختیا ده چې د عراق د لومړي وزیر په حکم سره ټاکل شوې ده زرترزره ترسره شي .
دعراق لومړي وزیر هم په دغه خبری کنفرانس کې ووئیل ، له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې د اسلامی ایران مننه او ستاینه کوو. الکاظحي زیاته کړې ده ، دعراق حکومت او ملت په درستو چیلنجونو او مشکلاتو او مختلفو شرائطو کې د ایران دملت او حکومت تر څنګ دریږي.
دعراق لومړي وزیر ووئیل د ایران عراق ترمینځ یو زر څلور سوه کلومیټر مشترک سرحد موجود دی چې د دواړو هیوادونو د نزدیکت ښودنه کوي . هغه وویل دوهم ځل دی چې ایران ته راغلی یم چې د دواړو هیوادونو د اړیکو اهمیّت نندارې ته وړاندې کوي .
https://www.farsnews.ir/news/14000621000651/%

captcha