IQNA

امام حسین (ع)د شجاعت عدالت او سرښیندنې بیلګه ده

17:23 - August 21, 2021
د خبر لمبر: 3484546
تهران(ایکنا) -دهندوستان لومړي وزیر وئيلي دي مونږ د حضرت امام حسین علیه السلام د ژمنتیا،شجاعت، سرښیندنې او دعدالت پامته داره یوو او دهغه درست کارونه د مونږ لپاره بیلګه دي

ایکناخبری اژانس دسپوټنیک خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،هندي لومړي وزیر نریدندرا مودي د حضرت امام حسین علی علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په ټویټر کې دتسلیّت په پيغام کې لیکلي د ي،مونږ د حضرت امام حسین شجاعت ، قربانی او ژمنتیا او عدالت تل یادوو. دوي د اجتماعي ورورولۍ او سولې لپاره ډير اهمیّت ورکاوۀ.
دهندوستانو لومړي وزیرپخپل پیغام کې زیاته کړې پر انصاف او برابرۍ د امام حسین علیه السلام ټينګار ډير ارزښتمند دی او د ډیری خلکو لپاره د امید اوهیلې سرچینه ده .
وئیل کیږی ، چې دهندوستانو لومړ یوزیر له دې مخکې هم دحسینی عزادارو په دستورو کې ګډون کړی ؤ .
دهندوستان په دوه سوه پنځه ویشت میلیون مسلمانې ټولنې کې د شیعیانو شمیر پنځه دیرش فی صده اټکل شوی چې څه دپاسه اتیا میلیون نفوس جوړوي

3991955

captcha