IQNA

د شېخ زکزاکي او د هغه د مېرمن د آزادۍ حکم، د صبر او استقامت د لارې کاميابي

16:23 - July 30, 2021
د خبر لمبر: 3484476
تهران(ایکنا) -په نائجېريا کښې کاډونا صوبائي محکمې يا عدالت پرون د دغه هېواد د اسلامي غورځنګ د مشر شېخ ابراهيم زکزاکي او د هغه د مېرمن د آزادېدو د حکم په جاري کولو سره د له ټولو تورونو څخه د هغه او د هغه د مېرمن د بري کېدو اعلان وکړ.

د عدالت په دغه حکم کښې راغلي دي چې د شېخ زکزاکي په خلاف د څارنوال لخوا تورونه نه معلوم شوي او نه ثابت شوي دي. شېخ زکزاکي له تېرو څلورو کلونو نه تر اوسه په چټي تورونو سره د محاکمې په حال کښې ؤ. د هغه د دفاع وکيلانو له دې مخکښې د علامه زکزاکي په خلاف لګېدلي تورونه رد کړي وو.

د کاډونا د لوے محکمې حکم نه يوازې د علامه شېخ زکزاکي اود هغه د مېرمن زينت ابراهيم لپاره بلکه د نائجيريا د اسلامي غورځنګ لپاره هم يوه لويه کاميابي ګڼل کيږي.شېخ زکزاکي او مېرمن يې  په ۲۰۱۵ کال کښې د زاريا د جنايت د رامنځته کېدو له وخت نه تر اوسه پورې په قېد کښې پراتۀ دي؟ د ۲۰۱۵ کل د دسمبر په ۱۳ نېټه د نائجيريا فوځ په صاحب الزمان امامبارګاه کښې په حسيني (ع) ماتميانو باندې په وحشيانه حملې سره تقريباً دوه زره حسيني (ع) ماتميان په خاورو او وينو کښې لوغړول. په دغه حمله کښې شېخ زکزاکي سخت ژوبل شو او د سختو زخمونو له کبله په يوه سترګه معذوره شو او بله سترګه يې هم د معذورۍ په درشل کښې ده. له دې وروسته شېخ زکزاکي تل په جېل کښې په ډېرو بدترو حالاتو او له وړومبنيو طبي او روغتيائي خدماتو بې برخې دے او د سلامتيا حالت يې ډېر سخت دے. له شېخ زکزاکي څخه د اعتراف اخېستلو او د هغه په خلاف د چټي تورونو د منلو په خاطر تر سختو دباونو لاندې راوستلو لپاره د نائجېريا د حکومت د زياتو کوششونو باوجود شېخ زکزاکي د صبر او استقامت د يوې نمونې په توګه تل په خپل دريځ ټينګ ولاړ دے.

له بلې خوا  په دې وروستيو کلونو کښې په تېره بيا د شېخ د نيولو له وخت نه د نائجېريا په شيعه مسلمانانو دباونه زيات شويدي. مذهبي فعاليتونه او د تاسوعې او عاشورې په شان ديني مراسمو جوړول د حکومت لخوا منعې اعلان شوي دي او د هغوي د غونډو په خلاف سخت چلند کيږي. په حقيقت کښې د نائجېريا حکومت په دغو کلونو کښې کوشش کړےدے چې په مختلفو اجتماعي او سياسي ډګرونو کښې د شيعه مسلمانانو شتون پيکه اوښئ او حتی له منځه يې يوسي. د دغه هېواد د شيعه ؤ په خلاف د نائجېريا د حکومت د سياستونو د سختېدو جرړه د بهرني نفوذ په عملي کېدو او له اسلامه د ويرونې په پروپېګنډو کښې ليدې شوو چې د هر ډول اسلامي فعاليت د تندلارو ترهه ګرو ډلو په تېره بيا د بوکو حرام د اقداماتو په قطار کښې راوستل کيږي. په داسې حال کښې چې د شېخ زکزاکي اود نائجيريا د اسلامي غورځنګ د فعاليتونوماهيت  د بوکوحرام په شان د تره ګرې او تکفيري ډلې چې له داعش تکفيري ډلې سره يې خپله وابستګي اعلان کړې ده له افراط پالو نظرياتو سره د زمکې او آسمان فرق لري

نائجېريا د افريقې براعظم د يو ترټولو زيات نفوس لرونکي هېواد په توګه د تېلو او ګېسو د غني سرچينو په لرلو سره د دغه براعظم يو ډېر مهم هېواد ګڼل کيږي. دا مسئله د دې سبب شوې ده چې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې دوه انډيوالان سعودي او اسرائيلي رژيمونه دغه ستر افريقائي هېواد ته خاصه پاملرنه ولري او د نائجېريا د چارواکو ترمېنځ په نفوذ پېدا کولو سره يې کوشش کړے دے چې د نائجېريې حکومت له خپلو سياستونو په تېره بيا د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو ځپلو له سياست سره ملګرے کړي.

په حقيقت کښې د شېخ زکزاکي د اوږدې مودې د محاکمې په دوران کښې سعودي او صهيونېسټي رژيمونو په هرې  ممکنې طريقې سره کوشش وکړ چې چ د هغه د محکوميت اسباب رامنځته کړي. د علامه شېخ زکزاکي يو استازي شېخ آدم احمد څو مياشتې مخکې په دې اړه ويل: د نائجيريا په حکومت باندې د صهيونېسټ رژيم له دباونو او همدارنګ د محکمې په بهير کښې له لاسوهنې نه علاوه آل سعود رژيم او امريکه هم د شېخ زکزاکي او د هغه د مېرمن د محکمې په بهير کښې خنډونه رامنځته کوي.

 خو اوس دشېخ زکزاکي او د هغه د مېرمنې په خلاف له ټولو لګول شويو تورونو څخه د هغوي د بري کېدو او آزادۍ د حکم په جاري کېدو سره د امريکې، صهيونېسټ رژيم او آل سعودي رژيم ټولې هلې ځلې له ماتې سره مخامخ شوې دي. دا هيله کيږي چې د شېخ زکزاکي د په آزادېدو او يو ځل بيا د اسلامي فعاليتونو په شروع کېدو سره به د نائجيريا د اسلامي غورځنګ په کالبد کښې يو نوے روح اوپوکل شي.

parstoday.com

captcha