ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، د ماکاسار ښار محمدیه پوهنتون د استاذانو او محصیلیونو لپاره د نجومو د علم او دغه راز دستورپيژندنې دعلم دبرخو د پراختیا په حال کې دی او ټاکل شوې ده ، ترویتون هم ددغه پوهنتون په ؛اقراء؛ نومې لوړ برج د پاسه جوړ کړي .
پر دې اساس په انډونیشیا کې د ایران د کلتوري خونې د اطلاعاتو د برخې د راپور په اساس ، په دې باب د ماکاسار ښار دمحمدیه پوهنتون مشر آمبو آسه وئيلي دي ، په دغه پوهنتون کې دترویتون جوړول د نجومي محاسباتو او دعلمي مشاهداتو دپياوړتیا او دستور پيژندنې دعمل دپراختیا لپاره د پوهنتون په ایجنډا کې شته دی . هغه وئيلی دي دغه رصد خانه ، د روزونکي ټوریزم باندې دبدلیدو ظرفیّت هم لري او ددغې چارې د پوره کیدا په بڼه کې کې به د محمدیه پوهنتون رصد خانه ، د انډونییشا په ختیځي سیمې کې د نجومي تعلیم د ټوریزم په لومړنی مرکز هم بدل شي .