د افغانستان ولسمشره د پاکستان په سیمه ایزو سیاستونو باندې په نیوکې سره ادعا وکړه چې د طالبانو د مرستې په موخه کابو ۱۰ زره بهرني جګړه مار په دې وروستیو کښې د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوښتې دي.
محمد اشرف غني په ازبکستان کښې د مرکزي او جنوبي آسیا د نړیوال کانفرنس ترڅنګ وویل: زمونږ اطلاعاتي معلومات ښودنه کوي چې په دې وروستیو اونیو کښې تقریباً لس زره بهرني جنګیالي افغانستان ته رسیدلي دي او له طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیږي.
هغه وویل: نړیوال څارونکي هم ټینګار لري چې له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو اړیکه غوڅه شوې نه ده.
افغان ولسمشر وویل چې د پاکستان وزیراعظم او جګ پوړو چارواکو په کراتو ویلي دي چې په افغانستان باندې د طالبانو ولکه د اسلام آباد په ګټه نه ګڼي خو د دغو څرګندونو په اپوټه د طالبانو ملاتړ کوي.