IQNA

د قبا جومات فعالیت ۲۴ ګنټې شو

0:19 - June 23, 2021
د خبر لمبر: 3484383
تهران (ایکنا) - د سعودي عرب د اسلامي چارو ، تبلیغ او لارښودنې وزارت خبر ورکړ د قبا جومات به د لمونځ کونکو او زایرانو لپاره ۲۴ ګنټې خلاص وي.

د سعودي عربستان د اسلامي چارو ، تبلیغ او لارښودنې وزارت اعلان وکړ چې د قبا جومات به له دې اونۍ څخه د ورځې 24 24 ساعته پرانستی وي ترڅو عبادت کونکي او حاجیان د ورځې 24 ساعته په جومات کې لمونځ وکړی شي.
وزارت وویل چې وړ چارواکو ټول روغتیایي اقدامات او پروتوکولونه نیولي چې په جوماتونو کې کارول سره له کورونا ویروس د عبادت کونکو امنیت او روغتیا تضمین کړي.
د قبا جومات په هجره سړک کې موقعیت لري، چې مدینه او مکه مکرمه په خپلو کې سره یوځای کوي، دا جومات شاوخوا ۳.۵کیلومتره په مدینه کې د نبوي مسجد په جنوب کې موقعیت لري.
دا لومړی جومات دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وخت تاسیس کړ کله چې له مکې څخه مهاجرت وروسته مدینې ته داخل شو. هغه د جومات لومړی بنسټ ډبره کېښوده او بیا د هغه ملګرو د دې ودانۍ بشپړه کړه ویل کیږي چې دا جومات هغه ځای دی چیرې چې د مسلمانانو د جمعې لومړې لمونځ ترسره شوې و.
پیغمبر اکرم (ص) به وخت په وخت دغه جومات ته تللو (معمولا د شنبه په ورځ). همداشان هغوي له خپلو اصحابو هم وغوښتل چې دې جومات ته لاړ شي. پیغمبر اکرم (ص) وفرمایل چې د قبا په جومات کې د لمانځه ثواب د عمرې له ثواب سره برابر دی.
له هغوي یو حدیث روایت شوی دی چې هر څوک خپل ځان په کور کې پاک کړي او د قبا جومات ته لاړ شي او په هغه کې لمونځ وکړي، د عمرې د ادا کولو جزا به ورکړی شي.
3979353

captcha