د موریتانیا د اسلامي چارو او پوهنې وزارت په ویبپاڼې او په مجازی شبکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې دې په هیواد کې د موریتانیا قرآن د خپرونو له قانون سره مخالفت به ددې لامل شي چې خپرونکی به په بشپړ ډول مجازات او محاسبه شي.
دا اعلامیه د موریتانیا د اسلامي چارو د وزارت له اجازې پرته د قران کریم د یوې نسخې له خپرولو وروسته خپره شوه.
دغه وزارت ناشرانو ، کتابتونونو او هغه کسانو ته چې د مصحف د چاپ او توزیع اقدام کوي ټینګار وکړ چې د مصحف چاپ او خپرول په دې شرط سره مجاز دي چې د دې وزارت لخوا یې له مخې د چاپ کولو اجازه ترلاسه کړې وي، او د مخالفت په صورت کې د دې عمل بشپړ مسؤلیت د خطا کونکي په غاړه وي.