IQNA

په بغداد کې د قرآنی علمونو د زدکړې دوره تر پای ورسیده

23:49 - May 20, 2021
د خبر لمبر: 3484319
تهران (ایکنا) - د قرآنی علمونو د زدکړې دوره له وحي القرآن په نوم د عراق په پلازمینه بغداد کې د امام حسین علیه السلام د زیارت د دارالقرآن په همت سره خپل کار ترپای وسولو.

دا دوره چې د امام حسین علیه السلام د زیارت په همت سره د بغداد په الکراده سیمه کې ترسره او د په پای کې له ګډون کونکو آزمون هم واخیستل شو.
صفیه السیوی ، د حسینی زیارت په دار القرآن کې د قرآنی معلوماتو مرکز مشر وویل: په دې کورس کې قرآنی علوم تدریس کېدل چې درې برخو ته شامل وو، دا درې برخې د تاریخ پیژندنه، علم پیژندنې ابعاد او د قران تفاهم ته شامل وې. د هر فصل په پای کې، له برخه والو ازمون هم اخیستیدو. "
هغه د اهل بیتو (ع) علومو خپرول او د قرآنی او ایدیولوژیک شکونو له منځه وړل د دې کورس د اهدافو په توګه یاد کړل او څرګنده یې کړه: په دغه کورس کې ۴۰نارینه او ښځو برخه اخیستې وه او ۲۹ کسان په دې کې قبول شول او لومړني درې کسان د امام حسین علیه السلام د زیارت د دار القرآن لخوا ویاړ شو.


3972746

captcha