يو فلسطيني ځوان نن د اردن د سيند د لويديځې غاړې په رام ا... سيمه کښې د صيونېسټ مېشته ښارګي د ساتونکو په ډزو سره په شهادت ورسېد.
د صهيونېسټ رژيم فوځ ادعا وکړه چې دغه ځوان غوښتل د افرايم صهيونېسټ مېشته ښارګي يو کور ته ورننوځي خو له څو ښارګي مېشته صهيونېسټانو سره ښکېل شو.
د صهيونېسټ رژيم فوځ همدارنګ ادعا وکړه چې دغه فلسطيني ځوان د مقاومتي عملياتو اراده لرله.
صهيونېسټان د خپلو پراختيا غوښتونکو اهدافو د حاصلولو لپاره هره ورځ د فلسطين په مختلفو سيمو کښې په حملوسره فلسطينيان په چټي ادعاګانو سره نيسي، ژوبلوي او يا هم شهيدان کوي.
parstoday.com/ps