IQNA

بیجینګ او د جوماتونو د جوړولو په بدلون سره د اسلام سپکاوی/ فلم

17:37 - November 26, 2020
د خبر لمبر: 3483839
تهران (ایکنا) - په چین باندې حاکم کمونیسټ ګوند همغه شان په دغه هیواد کې د مسلمانانو اقلیت جلا کولو ته دوام ورکړی، د اسلام د سپکاوي لپاره اقدامات او کمپاین په تیزۍ سره ترسره کېږي او حکومتي چارواکي په دغه هیواد کې د جوماتونو ګنبدونه، منارې او د اسلامي معمارۍ نور هنرونه لرې کوي.

د نینګشیا ولایت په مرکز یینچوان کې پروت د نانګوان په ستر جومات کې اساسي بدلون پيل شوې دی.
دا د چین یوه سیمه ده چې د اوسیدونکو اکثریت یې د مسلمانانو اقلیت دی.
د دې جومات منارې او د پیازو په شکل شین ګنبد او ویجاړ شوی او نور شتون نه لري او د سرو زرو زیورات ، سینګار شوي آرچونه ، او هنري خطاطی چې پخوا د جومات آرائشی او هنري عناصر وو اوس له منځه تللي دي.
په چین کې جوماتونه او نور دیني ځایونه له دې مخکې په قانوني توګه خپل فعالیتونه پيل کړي باید په حکومت کې ثبت شي. هر ښار خپل دیني انجمن لري چې د یو محلي دفتر د څارنې لاندې دیني او قومي چارې ترسره کوي.

3937231

captcha