IQNA

په کابل کې مشورتي لویه جرګه سبا پیلیږي

20:19 - August 06, 2020
د خبر لمبر: 3483482
تهران (ایکنا) - د افغان رسنیو د راپور سره سم ټاکل شوې چي سبا په کابل کې د پولتخنیک د پوهنتون په خیمه کې به د سولي مشورتي لویه جرګه تر سره شي.

د افغان چارواکو په وینا دا جرګه د تېرې مشورتي جرګې په دوام جوړېږي چې ګډونوال به یې هم پخواني کسان وي.
د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي د مشورتي لویې جرګې د امنیت د تامین په موخه به د دغې جرګې خیمې ته ټولې ورغلې لارې نن پنجشنبه د مازدیګر له ۴:۰۰ بجو څخه د جرګې تر پایته رسېدو پورې وتړي.
د افغان پولیسو د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د کوټې ‌سنګي، د کارتې ‌پروان څلور لارې او قمبر څلورلارې مسیرونه به د جرګې تر پایته رسېدو پورې د خلکو او وسایطو د تګ د راتګ پر مخ تړلي وي.
سرچینه کاږي د سیمې د اوسېدونکو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او د خلکو د لېږد لپاره د پولیسو د بسونو او د ناروغانو لپاره د امبولانسونو څخه استفاده کېږي.
د کابل د ګډو ځواکونو قومندانۍ له خلکو غوښتي څو د امنیت او عامه نظم په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
باید وویل شي چې د ۱۳۹۸ کال په لویه مشورتي جرګه کې د دیني عالمانو د غونډې پر مهال ځانمرګی برید شوی وو او د ۱۳۹۰ کال د لویې مشورتي جرګې په خیمه توغندیز بریدونه شوي وو.

تهران راډیو

captcha