د کشمیر له مسلمانانو سره د هند د حکومت ناوړه چلند په دوام کې، د هند امنیتي ځواکونه او پولیس د شنبې په ورځ د کشمیر مسلمانانو د لوې اختر لمونځ ترسره کولو او داشان د نورو فرایض ادا کولو مخ نیوی وکړ.
د هند امنیتي ځواکونو د جومات د دروازو مخې ته بندیزونه لګولو او د لارو په بندولو سره د کشمیر د مسلمانان د لوې اختر لمونځ مخنیوی وکړ.
د سرچینو په وینا، کشمیري مسلمانان مجبور شول چې په خپلو کورونو پاتې شي او د هند پولیسو او امنیتي ځواکونو د مسلمانانو په سیمو کې له سپیکر څخه د کورونو راوتلو باندې د بندیز اعلانونه وکړ. همداشان د لوې اختر په ورځ د قربانۍ مراسم هم له دغه محدود کولو لامل ترسره نشول.
3914044