IQNA

په سیمې کې د امریکا شتون د اسرائيلوله نیواکګرۍ ملاتړدی

21:42 - July 11, 2020
د خبر لمبر: 3483373
تهران (ایکنا) - د لبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ مرستیال زیاته کړې،په لبنان کې مقاومت له درو برخو،یعني پوځ،ولس او مقاومتي ډلو راپورته شوی دی چې دا موضوع د امریکا او صهیونیسټي وحشي رژيم لپاره دزغملو او منلو وړ نه ده .

د لبنان دحزب ا...ولسی غورځنګ  دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم بیګا په یوه ټيلیويژني پروګرام کې روښانه کړې،حزب ا...ولسی غورځنګ اسرائیل له لبنانه وشړل  او اجازت ئې ورنکړ مقاومت  ته د ګوزار ورکولو لپاره ددغه رژيم خوب تحقق ومومي .

شیخ نعیم قاسم ددې خبرې په کولو سره چې  په لبنان داقتصادي دباؤنو زیاتول د پوځي جنګ په ځاي دي وئیلي دي،اسرائیل  ډير زیات له داخلی مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ شوی او که  له اسرائيلو سره کوم جنګ  پيل شي،نو په حتمي توګه به تل ابیب بایلونکی وي،ځکه چې  د لبنان  د مقاومت توان اوظرفیّت  د مخکینیو جنګونو په نسبت ډير زیات دی . 

 د لبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ مرستیال زیاته کړې،په لبنان کې مقاومت  له درو برخو،یعني پوځ،ولس او مقاومتي ډلو راپورته شوی دی چې دا موضوع  د امریکا او صهیونیسټي وحشي رژيم لپاره  دزغملو  او منلو وړ  نه ده.

پارس ټو ډۍ

captcha