IQNA

د یمن په چارو کې عربستان سره د ملګرو ملتونو پر پلویتوب د انصارالله نیوکه

23:25 - July 09, 2020
د خبر لمبر: 3483365
تهران (ایکنا) - د یمن انصارالله ډله د دې هیواد په چارو کې د ملګرو ملتونو پر دریځ باندې په نیوکه نیولو سره اعلان وکړ چي د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د سعودي ائتلاف څخه د ملاتړ لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده.

په یمن کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارټین ګریفیتس په ځلونو په خپلو دریځ نیونو کې دسعودي د تیری ګر له ائتلاف څخه ملاتړ کړې، په دې وروستیو کې د سولي او د جنګ د ختمولو په لړ کې یې یوه طرحه وړاندې کړې ده.

خو د یمن انصارالله ویلي چي ملګرو ملتونو داسي یو وخت کې د اوربند طرحه وړاندې کړې ده چي د یمن فوځ د دې هیواد په مارب ښار کې سعودي تیری ګر په شا ټمبولي دي.

د خپرې شوې بیانیې پر بنیاد د ملګرو ملتونو دغه طرحه د سعودی اشغالګرو ځواکونو او د هغوی پلویانو ته د بیا پیاوړې کېدو قرصت ورکوي چي وروسره د یمن د فوځ ټولي هڅې او قربانۍ په مارب کې په اوبو لاهو کیږي.

دا په داسي حال کې دی چي د سعودی تیری ګر ائتلاف په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر مارب او الجوف باندې لږ تر لږه ۳۸ هوایي بریدونه تر سره کړې دي.

پارس ټو ډۍ پښتو

captcha