IQNA

په ايران کښې د امام رضا (ع) او بي بي فاطمه معصومه (س) پاک حرمونه پرانېستل شول

13:47 - May 25, 2020
د خبر لمبر: 3483176
تهران (ایکنا)- په مشهد مقدس ښار کښې د اتم امام حضرت امام رضا (ع) حرم او په قم مقدس ښار کښې د هغه حضرت د خور بي بي حضرت فاطمه معصومه (س) حرم په ايران کښې له کورونا سره د مقابلې ملې کمېټۍ په حکم له نن سحر څخه پرانېستل شول.
دغه دواړه پاک حرمونه چې په ايران کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو سره په يو وخت د دغې بيمارۍ د کنټرول لپاره په عارضي توګه تړل شوي وو له نن څخه به هره ورځ له نمر ختو نه يوه ګېنټه وروسته نه د نمر پريوتو نه تر يوې ګېنټې مخکې پورې د زوارانو مخې ته پرانېستل کيږي.
د دغو مقدسو ځايونو د زيارت کول او پکښې حاضرېدل به د طبي پروټوکول او ضوابطو له خيال ساتلو سره مل وي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د تېر خالي په ورځ له کورونا سره د مقابلې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې په هېواد کښې له دغې بيمارۍ سره د مبارزې بهير ته په اشارې سره ويلي وو، ايران د کورونا په اړه له دريو مرحلو څخه يعنې د دغې بيمارۍ د دقيق اعلان، د کورونا خطرناک حالت او په تدريجي  توګه د پرانېستنې مرحلو څخه تېر شوے دے او اوس څلورمې مرحلې يعنې د کورونا د کنټرولولو مرحلې ته داخل شوےدے.د ايران د روغتيا وزارت د شمېرنو له مخې په هېواد کښې يو لک پينځه دېرش تنه په کورونا وائرسواخته شوي دي چې له دغو څخه له اوو زرو زيات کسان هم وفات شوي او تقريبا يو لک شپږ زره تنه ښۀ شوي دي.
captcha