IQNA

د اشرف غني لخوا د دوه زره طالبانو خوشې کولو د نوې پړاو پیل

12:13 - May 25, 2020
د خبر لمبر: 3483173
تهران (ایکنا) - له کوچني اختر سره سم، د افغانستان ولسمشر اعلان وکړ چې د طالب ډلې بندیانو د خوشې کولو پړاو به تیز شي، د ولسمشر ویاند هم د دغې ډلې د دوه زرو بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ.

له طلوع نیوز څخه په نقل، د افغان رسندویو له راپور سره سم افغان ولسمشر په دې اړه له خپل دویم مرستیال استاد سرور دانش، د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، لوی څارنوال فرید حمیدي، فضل محمود فضلي، د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج او د زندانونو چارو د تنظیم عمومي رئیس احمد راشد توتاخېل سره ځانګړې ناسته کړې.
اشرف غني په دې غونډه کې د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان ته د روغ نیت ښودلو په موخه د دوه زره طالب زندانیانو د ازادېدو بهیر د پیلولوحکم ورکړ.
بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د دې اعلان هرکلی کړی او په خپل ټویټر یې لیکلي له مقابل لوری څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی.
د شاهین په خبره د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي باید دغه پروسه تکمیل شي ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي او ورپسې پرمختګونو ته زمینه برابره شي.
سهېل شاهین زیاته کړې له دې سره هم مهاله طالبان هم په خپله خوا کې د بندیانو خلاصون ته متعهد دی.
له بلې خوا اشرف غنی له ګاوندیانو غوښتی دی چی د افغانستان دسولې په بهیر کې دې ګاونډیان ملګرتیا وکړي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د نیکمرغه کوچني اختر دلمانځه په دستورو کې ووئيل ، باثباته افغانستان د سیمې د امنیت لامل کیږي او ګاونډي هیوادونه دې په دغه هیواد کې د جنګ له ختمیدا سره مرستې وکړي .
دافغانستان ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې جنګ د دغه هیواد د ولس لپاره له بدبختیو پرته بل هیڅ نه دي درلودلي ، ووئيل ، په افغانستان کې اوسنی جنګ هیڅ رواوالی نه لري او نهائي حل لاره له طالبانو سره دسولې دخبرواترو پیلول دي .
اشرف غني همداراز د روژې دمبارکې میاشتې داختر په شپو ورځو کې د درې ورځني اوربند لپاره د طالبانو داقدام هرکلی وکړ او له حکومتي ځواکونو ئې غوښتي ، ددغې ډلې د مرکزونو او مورچلو په ضد دې له حملو ډډه وکړي .
3901191

captcha