IQNA

په ايران د نړيوالو بنديزونو لګولو لپاره د امريکې په بې وسۍ د روسيې تاکيد

23:42 - May 18, 2020
د خبر لمبر: 3483163
تهران (ایکنا) - په دې لړ کښې روسيې په ايران باندې د نړيوالو بنديزونو د بيا لګولو لپاره د امريکې په بې وسۍ تاکيد وکړ
امريکه چې د 2018 کال د مۍ په اتمه نېټه له برجا ايټمي موافقې څخه بهر شوې ده اوس د ايران په خلاف د وسلو د بنديزونو له ختمېدو څخه چې د 2231 پرېکړليک مطابق د روان ميلادي کال د اکتوبر په اتلسمه عملي کيږي د مخنيوي لپاره کوششونه شروع کړي دي. خو د واشنګټن دغه غوښتنه د څلور جمع يو ډلې د ختيځو غړيو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.
په دې لړ کښې روسيې په ايران باندې د نړيوالو بنديزونو د بيا لګولو لپاره د امريکې په بې وسۍ تاکيد وکړ. په ويانا کښې په ملګرو ملتو کښې د روسيې استازي ميخائيل اوليانوف وويل په دې اړه د واشنګټن تشريح چې د ايران په خلاف نړيوال بنديزونه راستنولې شي غلطه ده. د هغه په قول که امريکه فېصله وکړي چې په آټومېټکه توګه د بنديزونو مېکانېزم فعال کړي نو پکار دي وړومبې د برجام مطابق مسئله ګډ کمېشن ته وړاندې کړي. د دې کار لپاره پکار دے امريکه د کمېشن د غړي په توګه خپل مقام په پوره توګه احيا کړي او په برجام ايټمي موافقې باندې د خپلې پوره پابندۍ آزمائنه ترسره کړي.» په حقيقت هغه برجام ته د ټرمپ حکومت د ستنېدو غوښتونکے دے چې له هغې وروسته که څه ادعا لري هغه مطرح کړي.
په دې لړ کښې د روسيې لخوا مطرح شوے نظر په واضحه توکه دا ښودنه کوي چې ماسکو باور لري چې که امريکه په ايران باندې د بنديزونو د تمديد په لړ کښې د هر ډول اقدام کولو ادعا لري، نو پکار دے دغه کار د برجا ايټمي موافقې او د ۲۲۳۱ پرېکړليک په چوکاټ کښې البته د خپلې خوښې د تشريح مطابق نه بلکه د ټاکل شوي مفاد او چوکاټ مطابق ترسره شي. نو ځکه واشنګټن حق نه لري چې له برجامه د وتلو او د هغه د ژمنو څنګته اېښودلو باوجود يوازې په  دغه موافقه او په ۲۲۳۱ پرېکړليک کښې په خپلو حقوقو تاکيد وکړي او د ايران په خلاف په آټومېټکه توګه د بنديزونو د ستنولو د مېکانېزم د اجرا کېدو ګواښ وکړي.
دې ته په پام سره چې د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د وسلو بنديزونه د روان ميلادي کال په اکتوبر کښې ختميږي، د ټرمپ حکومت او په خاصه توګه د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو په دې زمينه کښې د بيا بيا دريځ نيونو ترڅنګه د دغو بنديزونو د تمديدېدو لپاره خپل کوششونه دوه برابر کړي دي. اوس واشنګټن ادعا کوي چې د خپلې غوښتنې د پوره کېدو لپاره به په هر قيمت هلې ځلې وکړي. د ايران په چارو کښې د امريکې خاص استازي برايان هوک د مۍ په ۱۳ نېټه په وال سټريټ جرنل ورځپاڼه کښې په يوه ليکنه کښې يو ځل بيا په ايران باندې د ملګرو ملتو د وسلو د بنديزونو د تمديدېدو غوښتنه کړې او تاکيد يې وکړ چې د وسلو د بنديزونو د نه تمدېدو په صورت کښې به واشنګټن د تهران په خلاف د ملګرو ملتو ټول نبديزونه تکرار کړي. هوک په دغه ليکنه کښې زياته کړه، په داسې صورت کښې چې د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د وسلو بنديزونه د روان ميلادي کال له اکتوبره نه وروسته تمديز نه شي ، نو امريکه به د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د ټولو بنديزونو ستنولو لپاره د عمل مېدان ته راودانګي.
د 2231 پرېکړليک چې له  2016  کال څخه اجرائي شو د يو بند له مخې  ايران تر پينځو کلونو پورې د وسلو له اخېستلو يا خرڅولو څخه منعې کړې شوے دے. د پرېکړليک دغه بند د روان ميلادي کال په اکتوبر کښې ختميږي او له دې وروسته به ايران له نورو هېوادونو د وسلو د اخېستلو امکان ولري.
امريکې د چارشنبې په ورځ د امنيت د شورا غړي د دغې شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک په باره کښې د بندو دروازو شا ته بحث ته راوبلل. دغه پرېکړليک په ۲۰۱۵ کال کښې د برجام د ايټمي موافقې د تائيد لپاره صادر شو. واشنګټن د ايران په خلاف د وسلو د بنديزونو د تمديد لپاره د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د رائې اخېستنې لپاره د يو پرېکړليک مسوده برابره کړې ده. د دغه پرېکړليک تصويبېدل د چين، روسيې، امريکې ، برطانيې او فرانسې يعنې د امنيت د شورا د دائمي غړيو له ويټو نه بغېر د امنيت د شوار د نهو غړيو موافق نظر جلبولو ته ضرورت لري. خو حتی د اروپائي  چارواکو په اند امريکه د دې باجود چې په دې زمينه د څلور جمع يو ډلې د لويديځ اړخ يعنې د جرمني ترڅنګه د فرانسې او برطانيې ملګرتيا جلب کړي خو حتی د ايران د وسلو د بنديزونو له تمديدولو سره د موافقه لپاره د څلور جمع يو ډلې د ختيځ اړخ د غړيو په توګه  د روسيې او چين د موافقت د جلبولو لپاره به کار دېر ګران او حتی نامکمنه وي.  د امريکې دغو سيالو نړيوالو قوتونو د امريکې له هلو ځلو سره خپل مخالفت اعلان کړے دے او په ايران باندې د وسلو  د بنديزونو د تمديدولو په زمينه کښې يې د واشنګټن د ادعا په غېر قانوني والي تاکيد کړےدے.
captcha