IQNA

ځانګړې مرکه؛

په هند کښې د معظم رهبر فکر سیمینار د ګډون کوونکو په وینا کښې/ آیت الله خامنه ای، د «أشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» مصداق دی

0:06 - February 07, 2019
د خبر لمبر: 3481930
نړیواله ډله: په هند کښې د «اسلامی انقلاب معظم لارښود د ژوند، فکر او آثار» په سیمینار کښې ګډون کوونکو د دغه سیمینار په اړه خپل نظر وړاندې کړو او حضرت آیت الله خامنه ای یی د یووالی بېرغوال او د قرآن کریم د فتح سورت ۲۹ آیت «أشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» مصداق وټاکلو.

د ایکنا راپور له مخې، له هند نه، د دهلی همدرد پوهنتون د ۱۳ او ۱۴ بهمن د «اسلامی انقلاب معظم لارښود د ژوند، فکر او آثار» سیمینار کوربه وو، چې د ایران او هند پوهاندو شتون سره وو، دا سیمینار «آیت الله خامنه ای، د یووالی او د استقامت منادی» شعار سره پيل شو.
د هند عالمانو شورا، د همدرد پوهنتون اسلامی مطالعاتو برخه او د دهلی نو ولایت بنسټ په دغه سیمینار پیل کولو کښې همکاري لرله او غلامعلی حداد عادل، د ایران فارسی ادب او ژبي فرهنګستان مشر، د دې سیمینار مېلمه وو.
د دهلی په دغه سیمینار کښې ایرانی او هندی استادانو او پوهاندو د اسلامی انقلاب معظم رهبر په شخصیت باندې تقریرونه وکړه او هر یو له خپل نظره د حضرت آیت الله خامنه ای شخصیت او د هغوي فعالیتو چې د مسلمانانو او اسلام په خدمت کښې کوي وړاندې کړه.
په هند کښې د ایکنا خبریال د دغه سیمینار په پایی کښې د یو شمېر ګډون کوونکو نه د دغه سیمینار په اړه او د هغې پروګرامونو په اړه پوښتنې کړې چې لاندې ورکوو:
په دهلی کښې د ایران سفیر: هیله لرم چې دا تجربه به بیا تکرار شی
علی چګینی، په هند کښې د ایران سفیر د «اسلامی انقلاب معظم لارښود د ژوند، فکر او آثار» سیمینار پيل کولو نه هرکلي سره وویل: په هند کښې دا لومړۍ تجربه وه هیله لرم چې په ورستو دورو کښې به وړاندې شوې مقالې خپرې شی او خلکو به یی ترلاسه کړې او ځوانان به د ایران انقلاب معظم رهبر شخصیت سره نور زیات آشنا شي.
غلام علی حداد عادل: د انقلاب د پاتې کېدو راز بازګو شو
غلام علی حداد عادل، د فارسي ادب او ژبی فرهنګستان مشر، هم وویل: د دهلی سیمینار د ایران اسلامی انقلاب بریالۍ څلوېښتم کال او د سباوون لسیزې په مناسبت سره او د همدرد پوهنتون، د هند عالمانو شورا او ولایت بنسټ هڅو سره، پيل شو او یو ځانګړې د توجه جلب کوونکې سیمینار وو.
هغه زیاته کړه: د دې سیمینار پیل کول د اسلامی انقلاب په څلوېښتم کال کښې یو ښه فرصت رامنځته شو چې د ایرن اسلامی انقلاب چې د آیت الله خمینی(ره) او آیت الله خامنه ای په فکر کښې متجلی شوې دی، په ښه توګه ؤ پېژندلې شې او د هغه دغه انقلاب د پاتي کېدو او د زورنو، لاس لرونکې پروګرامونو په مقابله کښې ودرېدو راز نړیوالو لپاره بازګو شي.
په هند کښې د معظم رهبر فکر سیمینار د ګډون کوونکو په وینا کښې/ آیت الله خامنه ای، د «أشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» مصداق دی
په هند کښې د ولی فقیه غړې: حضرت آیت الله خامنه ای د یووالی بېرغوال دی
حجت الاسلام و المسلمین مهدی مهدوی پور، په هند کښې د ولایت فقیه غړې هم دې سیمینار پیل کولو لپاره د همدرد پوهنتون انتخاب کولو د دلیل په اړه وویل: په دې اړه دوه دلیلونه شتون لرې؛ لومړي دا چې د انقلاب معظم رهبر هند ته چې په کال ۱۳۵۹ کښې سفر کړې وو، له دې پوهنتون نه کتنه کړې وه او د علمي پروګرامونه یی ارزښمند شمېرلې وو چې همدغه کتنه سبب ګرځېدلې وه چې د دغه پوهنتون استادان او چارواکي د دغه سفر ښه یادونه لري.
هغه ادامه کې وویل: بل دلیل دا چې، دغه سیمینار علمی نندارتون او آکادمیک وو او باید په علمی مرکز کښې پیل شوې وې، له سراسر هند نه زیات پوهاندو په دغه سیمینار کښې ګډون کړي او ډېرې علمي مقالې یی وړاندې کړې، همدارنګه شاعرانو شعرونه هم وړاندې کړل.
مهدوی پور زیاته کړه: د دې سیمینار شعار «آیت الله خامنه ای د یووالی او استقامت منادی» وو، ځکه چې معظم رهبر د یووالی بېرغوال دی. د سیمینار پیل کوونکې اعتقاد لرلو چې د ایران ملت هم د رهبر یووالی فکر پر اساس پرمختګ کړي دې؛ یووالی چې په نړۍ کښې د اسلام یوه مهمه ستونزه ده او د هغې نشتوالی د شخړو، ستونزو او د ډله ډلبندۍ سبب ګرځی.
هغه د استقامت او مقاومت موضوع مهم شمېرلو سره وویل: د معظم رهبر نه مخکښې، آیت الله خمینی مونږ ته د مقاومت درس راکړې او د همدغه استقامت لاندې د دښمن په مقابله کښې د ایران ملت زیات بریالي ترلاسه کړې. د انقلاب معظم رهبر فرمایلی چې که د دښمنانو په مقابله کښې تسلیم شو نو ممکنه ده چې لږ وخت لپاره لږې ګټې ترلاسه کړو، خو ولی باید لوی تاوان بیا ورکړو.
حجت الاسلام مهدوی پور څرګنده کړه: مقاومت مهمې پایلې لرې او که نن چې د اسلامی انقلاب ۴۰ کاله تېر شو د ایران د ازادۍ، استقلال او عزت شاهدان یو، د مقاومت پایلې دی.
په هند کښې د معظم رهبر فکر سیمینار د ګډون کوونکو په وینا کښې/ آیت الله خامنه ای، د «أشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» مصداق دی
د هندوستان د عالمانو شورا مشر: شبهاتو ته مو ځواب ورکړو
د هندوستان د عالمانو شورا مشر سید کلب جواد نقوي، هم د ایکنا خبریال ته وویل: د هند مسلمان څه شیعه او سنی عالمانو په دغه سیمینار کښې ګډون وکړو چې د آیت الله خامنه ای شخصیت سره نور ښه آشنا شی.
هغه د دغه سیمینار پيل کولو د دلیل په اړه وویل: نن نړیواله استکبار او د هغې چارواکې د جمهوری اسلامی ایران په خلاف ډېر ناوړه تبلیغات کوی او شبهات د اسلام او د اسلامی انقلاب معظم د شخصیت په اړه دغه هیواد کښې مطرح کوې، په دغه سیمینار کښې مو هڅه وکړه چې د اسلام د دښمنانو له اړخه په تېره د نړۍ استکبار له اړخه دغه ناوړه تبلیغاتو سره مقابله وکړو او حقیقی اسلام او انقلاب نړیوالو ته وړاندې کړو.
نقوي دې بیان سره چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر یو حقیقي فکر یووالی دی، وویل: هغوي د ټولو ملتونو او د نړۍ مسلمانانو د یووالي غوښتونکې دی او هڅه کوو هغه محبت او الفت چې آیت الله خامنه ای په خپل فکر کښې لرې د نړۍ خلک ورسره اشنا کړو. دا کار به د اسلام د دښمنانو له اړخه جوړ شوې ناوړه فکرونه ته ماتی ورکړې.
په هند کښې د معظم رهبر فکر سیمینار د ګډون کوونکو په وینا کښې/ آیت الله خامنه ای، د «أشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» مصداق دی
د لکهنو امنیتي چارو مشر: هندیان مو د ایران او د ایران رهبر سره اشنا کړل
هم په دې اړه، د هند اترپردیش ولایت پلازمینه ښار، د لکهنو امنیتي چارو مشر سید حمید الحسن تاکید وکړو: د آیت الله خامنه ای ژوند، فکر او آثار سیمینار پيل کول په هند کښې بې ساري وو او دا موضوع د زمونږ لپاره د افتخار وړ لرې چې په دهلی د دارنګه شخصیت پېژندلو لپاره سره راغونډ شوې یو.
هغه دې بیان سره چې د انقلاب معظم رهبر د خلکو به زړونو کښې ځای لرې، زیاته کړه: هغه یواځې د ایران رهبر نه دی، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو رهبر دې، د دارنګه سیمینار پیل کول سبب وګرځېدو چې د هند خلک متوجه شی چې ایران کوم مقام لرې او د ایران رهبر او د نړۍ د مسلمانانو رهبر د کوم شخصیت مالک دی.
په هند کښې د معظم رهبر فکر سیمینار د ګډون کوونکو په وینا کښې/ آیت الله خامنه ای، د «أشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» مصداق دی
د همدرد پوهنتون اسلامی مطالعاتو پوهنځي مشر: د ایران د خلکو او د ایران د رهبر اتحاد نتیجه د دښمن ماتی دی
د همدرد پوهنتون اسلامی علمونو او د اسلامی مطالعاتو پوهنځي مشر، پروفیسر غلام یحیی انجم، هم د ایکنا سره په مرکه کښې وویل: په اسلامی هیوادونو او غیر اسلامی هیوادونو کښې د ناامنۍ  شاهد یو، هم په دغه دلیل سره د یو دارنګه شخصیت د وجود ضرورت شته چې د مظلومان فریاد واورې او د ظلم مخنیوی وکړې، په نړۍ کښې اسلام او د نړۍ ملتونو ترمنځه احساس کېږي؛ د ایران لارښود نه یواځې د خپل هیواد د خلکو لپاره فکر کوې بلکې د نړۍ د ټولو خلکو او مظلومانو فکر ورسره دی، او ټوله نړۍ ته پته ده چې امریکا او ملګرې یی غواړې پرمختګ کوونکې هیوادونه او په تېره بیا اسلامی ملتونه سره بیل کړي، هم پر دې اساس جنګ ته هوا ورکول، تهدید کول او زورنې پرې کوې.
په هند کښې د معظم رهبر فکر سیمینار د ګډون کوونکو په وینا کښې/ آیت الله خامنه ای، د «أشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» مصداق دی
خیر کویتي: د ایران رهبر یوه ښه بېلګه ده
همدارنګه مصطفی عباس د کویت له خیر او ټولنیزه فعال وایئ: د دې سیمینار پرانیستا د هند په ځمکه باندې یو مبارک اتفاق وو او په هغې کښې د اسلامی انقلاب معظم لارښود د تفکر او د هغې موقف او دریځ او د دوې سره تړون لرونکې د ایران او نړۍ سره تړلې چارو په اړه ډېرې مقالې وړاندې شوې.
عباس په ادامه کښې د ایران رهبر یوه ښه بېلګه ټاکلو سره سره وویل: د فتح سورت ۲۹ آیت «أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ» کافرانو سره سخت او په خپلو کښې سره مهربان» باندې عمل کول د اسلامی انقلاب معظم لارښود ځانګړې خصوصیت دی چې رهبر یی په خپل ژوند کښې لرې.
http://iqnanews.ru/fa/news/3787356
captcha