IQNA

د دښمن جامعې نقشې ماته وخوړه،ځکه محاسبې ئې غلطې وې او د اسلامی جمهوری نظام اراه لاپیاوړي وه 

15:55 - January 12, 2023
د خبر لمبر: 3486740
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار  دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیهاد نیکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کې د تهران په امام خمینی امامباړې کې داهل بیت علیهم السلام  له لسګونو مداحانو اوشاعرانو سره په کتنې کې  مداحي  د معارفو او احساساتو دمنتقلولو او د هیواد په حساسو معرکو او پيښو کې د رول لوبونې لپاره ترکیبی هنر وباله او په وروستیو پيښو کې ئې ددښمن جامعې او پلان شوي نقشې  د ناکامیدا علت د ولس ،ځوانانو او مسئولانو  له غبرګونه  دهغوي غلطې محاسبې وبللې او ټينګار ئې وکړ،له دښمنۍ د بدغواړو د ناامید کولو لاره  د ایران پیاوړي کیدا ده .

ایکناخبری آژانس د رهبرۍ ددفتر  له قوله راپور راکړ، داهل بیت علیهم السلام په لسګونو مداحانو اوشاعرانو نن د تهران په امام خمیني امامباړې کې د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کې د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي سره کتنه وکړه.

په دغې کتنې کې حضرت ایت الله العظمی سید علی  خامنه اي پخپلې وینا کې په دې مناسبت  دمبارکۍ په وئيلو او د اهل بیت علیهم السلام د مداحانو او شاعرانو اهمیّت او عظمت ته په پام سره وفرمائيل؛ داهل بیت علیهم السلام  مداحي او شاعري د مونږ میراث دی ،د شیعیانو میراث دی ،ځيني ئې په آهنګ او سرود سره لولي او ځيني هم شعرونه لولوي  او د اهل بیت علیهم السلام معارف خپروي. البته نن سبا دغه مداحی په یوه مرکب  هنر بدله شوې ده  او په ډير ښکلي او په زړه پورې  انداز سره  داهل بیت علیهم السلام معارف خپریږي، چې دا پخپل ځاي کې یو ښه او ستایونکی هنر او انداز دی.

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې په شخصي او عمومی چارو کې د  حضرت فاطمة الزهرا صدیقةالکبری سلام الله علیها مینه او ارادت ډير اغیزشیندونکی وباله او وې فرمائيل،د شیعیانو دغه میراث یعني مداحي یو مرکب هنر دی چې په خوږ غږ ښه شعر، مناسب سرود او  ښکلي او په زړه پورې محتوا رامینځّةکوي او باید  د نورو ټولو دیني ارکانو ارزښتمن متنونه ئې هم ښکلاشي .

دوي همدارازد ټولنې د فکري  ودې لوړتیا د مداحئ او شاعرۍ ماموریتونه وبلل او  وې وئيل، په مداحۍ کې پر معرفت زده کونې سربیره، داحساساتو راپارول هم شته . البته  له عقل پرته احساسات ګټه نه لري،خو د معرفت زده کونې بې بدیله ځانګړنه د شیعیّت په متنونو کې ده  چې پر  احساساتو سربیره، د مخاطب معرفتي ژورتیا هم زیاتوي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  فرهنګ جوړونه  د مداحو یا شاعرانو یو بل مهم کار وباله او وې وئيل،  ددښمن  یا دهغو د یرغلونو په مقابل کې  مقاومت او استقامت ، علمي پرمختګ ،کورنۍ او اولادونه، بصیرت او امیدوار شونه  او  د ځوانانو په ذهن کې ددښمن د ناامیدئ د خورولو په مقابل کې کلکه دریدا،د مخاطبانو دعملی او فکري لارښونې او کلتور جوړونې ته  د اړمنو مفهمونو برخه ده .دوي همداراز  په وروستیو پیښو کې ددښمن دنقشې او محاسبې بیان کړې او وئيل په دغو پیښو کې ددښمن نقشه جامعه وه،البته دهغوي محاسبه غلطه وه.دوي په دې خبرې په ټينګار سره  چې دښمن خپل درست عوامل  په هیواد کې د تخریب او خار پار اچولو لپاره  وکارول، ووئيل،اقتصادي  عامل شته ،ځکه دهیواد اقتصادي وضعیّت ښه نه  دی، پر دې اساس د خلکو معیشتي مشکل یوه زمینه وه چې  ورڅخه ناسمه استفاده وکړي.

د اسلامی انقلا ب ستر لارښود دغه راز زیاته کړه، همداراز امنیتی عامل ، دجاسوسی ټيمونو نفوذ،په مختلفو رودو او پروپيګنډيزو طریقو سره په دنیا کې د استعمار او استکبار له خوا له ایرانه د ویرولو پروسې غوغا او شورماشور،له ځانو سره ئې دځينو داخلی  عناصرو یوځاي کول، قومي ،مذهبی ،سیاسی او شخصي  انګیزو لمسول او هراړخیز تبلیغات او پروپيګنډې ،نور د خار پار اچونې عوامل وو چې له میاشتو میاشتو مخکې راهسې دوي فعال وو. حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي ددښمن غلطو محاسبو ته په اشارې سره ووئیل، دوي خیال کوه چې د ایران ملت به د اقتصادي مشکلاتو په علت  د دوي بیلتون غواړو ډنډورو او د نسکورولو له دسیسو سره ملګرتیا وکړي،خیال ئې کوه په ښکنځلو او بدرد وئيلو او مختلفو سپکاویو سره  دهیواد مسئولان منزوي او له ډګره ویستلی شي،خیال ئې کوه،په وسوسو او هیاهوئ سره دهیواد د لوړې سوئې مسئولان  د انظر  له اختلاف سره  مخامخ کولی شي،د امریکا د تالي څټي فلانکي  هیواد په پيټروډالرو سره  د ایراند اسلامی جمهوریت  کلک هوډ او اراده تر اغیزو لاندې راوستلی شي،خیال ئې کوه نورو هیوادونو ته پناه وړلو ته دڅو ځان خرڅونکو عناصرو په هڅولو او دایران ددیوالیه کیدا په پروپيګنډې سره ځوانان غولولی او ناامید کولی شي،په داسې حال کې  تیروتنه ئې وکړه او  هیچا ورته هیڅ پام ونه کړ. دوي تیروتنه وکړه،ځکه د  ایران د اسلامی جمهوری نظام کلک هوډ او اراده د قدرت له ټولو عواملو  څخه  لاپیاوړي  او قدرتمنه وه.څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي چې  له هرې رودې اوطریقې څخه د  اسلامی ایران په ضد  هڅه کوي، خو لکه څنګه چې ئې محاسبې غلطې دي ،تردې دمه ئې  ماته خوړلې ده او په راتلونکي کې به هم ناکامه وي.البته باید  د دښمن غلطې محاسبې  د مونږ دغفلت او لټَیو سبب نشي ، مونږ هم باید خیال وساتو فکر وکړو،داسې نه  وي چې له غفلت او غرور سره  مخ شو اوووایو چې پيښې ختمې شوې ،باید په میدان کې ووسو  او په دې پوهه شو چې د ملت  دساتلو عامل ، امید اوملی وحدت دی.

د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له وینا مخکې په دغو دستورو کې  اتو مداحانو اوشاعرانو دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها په فضایلو کې شعرونه  او مداحي وړانډې کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4114069/%

captcha