IQNA

د تورخم ستره لاره به په دایمی ډول خلاصه شی

0:12 - July 09, 2019
د خبر لمبر: 3482288
نړیواله ډله: له دې مخکې پاکستان له څه دپاسه دوه نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت سره د افغانستان تر ټولو ستر تجارتی شریک ؤ ، خو اوس ددواړو هیوادونو د تجارتی اړیکو سویه په کال کې له اوه سوه میلیون ډالرو هم راکمه شوې ده .

د ایکنا راپور له مخې، پارس خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان  په یولړ څرګندونو کې پاکستان افغانستان په پولې کې د تورخم ستره لاره  څلورویشت ساعته خلاصه وی  او تګ راتګ به  پرې کیږی . دپاکستان لومړی وزیر دغه راز وئیلی دی ،د تورخم  سترې لارې فعالیت  له افغانستان سره د پاکستان  دتجارت په پراختیا کې مهم رول  لری .
 د تورهم ستره سرحدی لاره چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ  یوه مهمه ټرانزیټی لاره ده ،  دم ګړۍ  له سهار شپږو بجو د ماښام تر اتو بجو پورې  فعاله ده .
د تورخم ستره لاره به په دایمی ډول خلاصه شی
د پاکستان  دلومړی وزیر دغه اقدام په داسې حال کې  دی،چې په وروستیو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې په تیره بیا د سرحدی سترولارو په اړه د ترینګلتیاؤ له امله خړې پړې دی او  د دواړو هیوادونو د تجارتی اړیکو سویه هم کمه شوې ده. تورخم له دې مخکې  پاکستان  له څه دپاسه دوه نیم میلیارډ ډالرو
د تورخم ستره لاره به په دایمی ډول خلاصه شی
په ارزښت سره د افغانستان تر ټولو ستر تجارتی شریک ؤ ، خو اوس  ددواړو هیوادونو د تجارتی اړیکو سویه په کال کې له اوه سوه میلیون ډالرو هم راکمه شوې ده .د افغانستان له مخالفت سره سره،ټاکل شوې ده ،پاکستان  له افغانستان سره  په کابو دوه زره شپږ سوه یولس کلومیټری پوله ایزې کرښې کې  ازغن تار ولګوی خو تر دې دمه  ئې یوازې درې سوه پنځه پنځوس  کلومیټره پوله ایزه   کرښه  په ازغن باړ سره پوښلې ده .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i83259

captcha