IQNA

دسولې په بهیرکې دامریکائی حکومت پرکړچار دافغانستان دسفیرې نیوکې

23:59 - May 18, 2019
د خبر لمبر: 3482178
نړیواله ډله:  په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې دغه ترټولو روستۍ څرګندونې،د کابل واشنګټن ترمینځ دبې باؤرۍ دزیاتیدا نښې نښانې دی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپانې نه په نقل، میرمن رحمانی ددې خبرې په کولو سره چې په کوم اساس سپینه ماڼۍ له طالبانو ډلې سره خبرې کوی ؟ وئیلی دی،له طالبانو سره په خبرواترو کې د امریکا وروستیو اقداماتو وسلوال طالبان د جنګ په ډګر کې لاسپین سترګی کړی او جراء ت ئې ورکړی دی او دوی د اشرف غنی د حکومت په ضد دباؤنه زیات کړ ی دی . په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې دغه ترټولو روستۍ څرګندونې،د کابل واشنګټن ترمینځ دبې باؤرۍ دزیاتیدا نښې نښانې دی .
په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې  له طالبانوډلې سره د  دامریکا  د یو اړخیزې موافقې داحتمال  او دسولې په بهیر کې د کابل دحکومت  دڅنګةکولو په دلیل پر امریکا سختې نیوکې وکړې .
میرمن رویا رحمانی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،له طالبانو ډلې سره د ا مریکا دحکومت نیغ په نیغه خبرو اترو دکابل حکومت په تورې تیارې کې  ساتلی  دی او د سولې  په بې اغیزوالی او ورځینی د عمومی ملاتړ د نه کیدا په نسبت ئې اندیښنې زیاتې کړی دی .
  میرمن رحمانی ددې خبرې په کولو سره چې  په کوم اساس سپینه ماڼۍ له طالبانو ډلې سره خبرې کوی ؟ وئیلی دی،له طالبانو سره په خبرواترو کې  د امریکا وروستیو اقداماتو وسلوال طالبان د جنګ په ډګر کې لاسپین سترګی کړی  او جراء ت ئې ورکړی دی  او دوی  د اشرف غنی  د حکومت په ضد دباؤنه زیات کړ ی دی .  په واشنګټن کې د  افغانستان د سفیرې دغه ترټولو روستۍ  څرګندونې،د کابل واشنګټن ترمینځ دبې باؤرۍ دزیاتیدا  نښې نښانې دی .
   له دې مخکې هم د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد ا... محب  هم پر امریکائی  چارواکو،د سولې  د  خبرواترو له بهیره د افغانستان د حکومت د څنډې ته کولو په دلیل سخت ټکونه کړی و .
  د   افغانستان د سولې  د بهیرپه وړاندې دامریکائی حکومت په کړچار په نیوکو کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې څرګندونې له طالبانو  ډلې سره  د سپینې ماڼۍ د هغو دوو اړخیزو خبرواترو په وړاندې  دکابل حکومت د نیوکه کونکی دریځ د دوام ښودنه کوی،چې لامل شوی څو په افغانستان  کې د ملی پخلاینې په لاره کې  د کابل دحکومت  رول څنډې ته شی .
 دغه لیدتوګه شته چې له طالبانو سره دسولې له خبرواترو د افغانستان دحکومت دلیرې ساتلو لپاره  دامریکا پروګرام  لامل شوی څو دغه ډله د تیر وخت په نسبت لازیاته  د  کابل له حکومت سره په  خبرواترو نه کولو  کې پر خپل دریځ ټینګار وکړی .
 د سپینې د ورانکارو سیاستونو له امله د سولې په بهیر کې د افغانستان د حکومت  دموقعیّت کمزورتیا د طالبانو لپاره دا اخستون  رامینځةکړی ، چې  په دغه هیواد کې د سولې په موضوع کې اصلی رول دسپینۍ په غاړه ددی او په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا دڅرنګوالی په باب باید یوازې  د امریکا له استازی سره  موافقه وشی.
دغه شرائط  لامل شوی د ی،څو په افغانستان کې  د سولې دټینګیدو لپاره  ددغه هیواد حکوممت رول  ډیر پیکه شی  او عملا طالبان د جنګ په سختولو سره،د ا مریکا له مرکچی ټیمه د امتیاز په اخستوپسې شوی دی،چې دغې موضوع  په اوڅاره توګه د کابل حکومت  او چارواکو لپاره  مشکلات زیات  کړی دی .
 پر دې سربیره،له طالبانو ډلې سره دخبرواترو په بهیرکې د امریکادځینو چارو د پټَوَلو سیاست لامل شوی څو د افغانستان د حکومت په نیابت  سره  دغې ډلې ته د سپینې ماڼۍ د احتمالی امتیازونو په باب اندیښنې  ددغه هیواد د ملی ګټو له خطرو سره دمخامخیدو لامل شی .
 په  همدې دلیل ده چې په افغانستان ې سیاسی او رسندوئی  ټولنې له طالبانو سره د امریکا دخبرواترو د شفافوالی غوښتونکی دی  .
 دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی  هم وئیلی دی ، د امریکا حکومت باید  له طالبانو سره  دخبرواترو په باب له خپلې خوا شفاف والی وښئ او  په دې زمینې کې له خپلو اقداماتو دکابل حکومت  ته اطلاع ورکړی .
داپه داسې حال کې دی چې د سیمې ځینو هیوادونو په تیره بیا د افغانستان ګاونډیو هیوادونو هم همدغه شان دریځونه مطرح کړی دی  چې باید  د امریکا اوطالبانو د خبرواترو احتمالی نتیجې دافغانستان دحکومت او همداراز د ګاونډیو هیوادونو لپاره باید دمنلو وړ وی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i82242


captcha