IQNA

له دهلی نه د پاکستان په هوایي ډګر - کابل ته د الوتکو بیا پیل کېږی

10:11 - March 12, 2019
د خبر لمبر: 3482018
نړیواله ډله: د افغانستان هوایي چلند ادارې اعلان کړې چې د کابل الوتکې له دهلی نه د پاکستان په هوایي ډګر چې له دې نه مخکې بند شوې وو بیا پيل کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، اطلس خبرونو نه په نقل، افغانستان، له دې نه مخکې د هند او پاکستان ترمنځه د شخړو چې د هند لاس لاندې په کشمیر کښې د ځانمرګې برید په نتیجه کښې د ۴۰ کسانو مرګ شوې وو د کابل الوتکې چې له دهلی نه د پاکستان په هوایي ډګر را تللې بندې شوې وې.
پرون په ۱۹ اسفند(۱۰ مارچ) د افغانستان هوایي چلند ادارې اعلان کړې چې د کابل الوتکې له دهلي نه د پاکستان په هوایي ډګر له ۹ ورځو ودرېدو نه ورستو، له نن ۲۰ اسفند(۱۱مارچ) نه بیا پیل کېږي.
دا اداره همدارنګه وایئ: د پاکستان له هوایي ډګر دهلی(د هند پلازمینه) نه بیا د الوتکو شورو کېدل، د ټکټ نرخ به هم کم شي، له دې نه مخکې چې د پاکستان په هوایي ډګر باندې دهلی ته د الوتکو تګ راتګ ودرېدلې وو نو د ټکټ نرخ دوه ګونې شوې وو.
وایئ: د هند په کنټرول کشمير کښې د چاودنې نه ورستو، دغه هیواد ۲۰۰ برابر ګمرک د پاکستانی محصولاتو وارداتو باندې لږولې دې. همدارنګه د هند دوه جنګي الوتکو د جیش محمد په کمپ باندې پاکستان کښې برید لپاره ننوتلې وې چې دغه دوه جنګی الوتکې د پاکستانی پوځ له اړخه نسکور شوې چې یو پیلوټ یی بندې شوې وو او یوه ورځ پس هند ته بېرته ورکړې شو.
http://iqna.ir/fa/news/3796778
captcha