IQNA

د مسعود، نبیل او حکمتیار  د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نوم لیکنه

10:55 - January 20, 2019
د خبر لمبر: 3481876
نړیواله ډله:  ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او احمد ولي مسعود د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندان په توګه نن رسمي نوم لیکنه ترسره کړه.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان رسنیو نه په نقل، د افغانستان ښاغلي مسعود له نوملیکنې وروسته رسنیو ته وویل چې د بریا په صورت کې به اوسنی ریاستي نظام په صدارتي بدل کړي.د افغانستان غږ خبرونو د راپور له مخې، د وفاق ملي سیاسي جریان مشر احمد ولي مسعود له خپلو دوو مرستیالانو فریدې مهمند او عبدالطیف نظري سره نن شنبه د انتخاباتو کمېسیون ته ولاړ او د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماند په توګه يې رسماً نوم لکینه وکړه.مسعود وویل: "لومړنی بدلون چې موږ غواړو هغه دا دی چې ریاستي نظام په صدارتي بدل کړو، یعنې موږ کولای شو چې هم ولسمشر ولرو او هم صدراعظم، په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان لویه ستونزه همدا وه چې ټولې سیاسې پرېکړې يوازې يو کس يعنې ولسمشر کړي او ټول نظام فرد محوره و او خلک نه په سیاست کې شامل وو او نه هم په پرېکړو کې."
ښاغلی مسعود وايي، د نوموړي په احتمالي حکومت به صدراعظم له ملي شورا د تأيید رأیې اخلي او د ولسمشر تر حکم لاندې به کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوملیکنې بهیر چې د جدي د میاشتې له ۱۳مې نېټې راهیسې پیل شوی، ټاکل شوې چې سبا يکشنبه پای ته ورسېږي.
تر دې مهاله د ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او احمد ولي مسعود په ګډون، ۱۱ تنو د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نوملکینه کړې.
يو شمېر سرچینې وايي، ټاکل شوې چې سبا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خپلو دوو مرستیالانو عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي سره او ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو دوو مرستیالانو هر يو امرالله صالح او سرور دانش سره د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو په توګه د نوملیکنې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولاړ شي.
بل خوا د اسلامي جمعیت ګوند په يوه اعلامیه کې ویلي چې د ملي جنبش ګوند سره به يوځای په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله له انتخاباتي ټکټه ملاتړ وکړي.
د احمد ولي مسعود ترڅنګ ولسمشریزو انتخاباتو ته بل نوماند محمد حنیف اتمر هم د نوملیکنې پرمهال له ریاستي صداراتي ته د نظام پر بدلون ټینګار کړی دی.
خو د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدبین حکمتیار بیا د ریاستي نظام پلوی دی، ښاغلی حکمتیار د شنبې په ورځ د خپلو دوو مرستیالانو فضل هادي وزین او قاضي حفیظ الرحمن نقیب سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته لاړ او د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره يې خپل نوم ثبت کړ.
نوموړي وویل: "موږ به دا موضوع لویې جرګې ته وړاندې کړو، د نظام د بدلون په اړه هر ډول پرېکړه باید د لویې جرګې له لارې وشي، زه تعجب کوم چې په دومره لویو ملي مسایلو کې چې د ولس برخلیک ورسره تړلی دی، ځیني معامله کوي او په نتیجه کې یې د نظام د بدلون خبره کوي، پرته له دې چې لویې جرګې ته انتظار وباسو، دا له ملت سره جفا ده."
بل خوا د ملي امنیت پخواني رئیس او د خلکو د محور د سیاسي جریان مشر رحمت الله نبیل هم نن د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نوم لیکنه وکړه.
ښاغلي نبیل د کابل د ګارنیزون پخوانی قوماندان مراد علي مراد د خپل لومړي مرستیال په توګه او د لومړي پړاو ولسمشریزو انتخاباتو نومانده مسعوده جلال یې د دوهمې مرستیالې په توګه ټاکلي دي.
​ښاغلی نبیل له نوملیکنې وړاندې رسنیو ته د سولې په اړه خبرې وکړې او ويې ویل، سوله هله راځی چې د افغانستان د خلکو او طالبانو ترمنځ مشترکه وجه رامنځته شي، د نوموړي په خبره، تر دې مهاله دا کار نه دی شوی.
د ده په خبره، د سولې په خبرو کې باید د خلکو واقعي استازي ګډون ولري.
نوموړی وايي، د بریا په صورت کې به له اداري فساد سره جدي مباره وکړي.

captcha