د پاکستان ډان ورځپاڼې ولیکل: د امریکې پولیسو مرضیه هاشمي بې د کوم تور له مطرح کولو او په هغه سفر کښې چې هغې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره دغه هیواد ته کړی و، ونیوله او د هغې اسلامي حجاب یې لرې کړی او داسې جامه یې وراغوستې وه چې مناسب حجاب نه لري.
د هندوستان انقلاب ورځپاڼې او یو، این، آيي ویب سایټ هم په دې هکله لیکلي دي: د ایران د پریس ټي وي چینل ویانده د امریکې د واشنګټن ډي، سي ښار په یو بند کښې په ډیرو نامناسبو حالاتو کښې زنداني ده او کورنۍ یې تر دریو ورځو پورې د هغې په هکله هیڅ معلومات نه درلودل.
د ویلو ده چې د ایران د پریس ټي وي چینل په خټه امریکايي انیکره او خبر لوستونکې میرمن مرضیه هاشمي تیره یکشنبه په داسې حال کښې چې په امریکې کښې د خپل ناروغه ورور او کورنۍ د لیدو لپاره دغه هیواد ته تللې وه، په سینټ لوئیس هوايي ډګر کښې بې له کوم وضاحت او د تور له ورپیژندلو ونیوې شوه او د واشنګټن زندان ته منتقله کړې شوه.