IQNA

محصلین د اسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی

23:56 - January 12, 2019
د خبر لمبر: 3481861
نړیواله ډله: د رهبرۍ ستر مقام د اروپاد محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې درې پنځوسمې غونډې ته په پیغام کې چی نن د هامبورګ په اسلامی مرکز کې د حجت الاسلام جواد اژه ای په وسیله ولوستل شو ، وفرمایل محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د رهبرۍ سترمقام حضرت  ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له پردیو د ایران د اسلامی جمهوریت د بې نیازه کولو اوله  پرمختګ سره په مرسته کې د نړۍ په هرې سیمې کې د ایرانی محصلینو یو ځای کیدا د خدای په لاره کې جهاد دې .د رهبرۍ ستر مقام د اروپاد محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې درې پنځوسمې غونډې ته په پیغام کې چی نن د هامبورګ په اسلامی مرکز کې د حجت الاسلام جواد اژه ای په وسیله ولوستل شو ، وفرمایل محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه هغه څه چی باید ټول پرې  پوهه شی دا دی چی د خدای په فضل او توفیق همدااوس له پرونیو محصلینو ګڼ شمیر کسان د ایران په اسلامی جمهوریت کې په سترو کارونو بوخت دی او په خپل وطن کې د پوهې او ټیکنالوجۍد پرمختګ  د خدمت خوند په ټول وجود سره احساسوی .
د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ محصلین به د نړۍ په هرې برخې کې دا فرصت ولری چی له مومن او خدمت کونکیو ټولګیو سره یو ځای شی او د ایران اسلامی جمهوریت له پردیو په بشپړه بې نیازه کړی او دا حرکت که په ریښتونی  او خدای نیت سره ترسره شی نو د خدای په لاره کی جهاد دې .
په اروپا کې د محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې ۵۳ غونډه نن د جرمنی د هامبورګ په اسلامی مرکز  کې ترسره شوه .
 http://parstoday.com/ps/news/iran-i79627
captcha