IQNA

مالي فساد او شدید جنګ، په افغانستان کښې د امریکې فعالیتونو نتیجه

13:01 - October 16, 2018
د خبر لمبر: 3481611
نړیواله ډله: د امریکا خپرونې بوستون ګلوب د یو خبر په څرګنده کولو کښې، د امریکا په افغانستان کښې د فعالیتونو نتیجه مالي فساد او سخت جنګ ټاکلې دې.
د ایکنا راپور له مخې، د افغانستان آریانان نیوز نه په نقل، د امریکا بوستون ګلوب خپرونې په افغانستان کښې د جنګ زیان او د ملکیانو(په افغانستان کښې یو قوم) او د امنیتي ځواکونو مرګ ته اشارې سره په دغه هیواد کښې د شدید جنګ عامل د امریکا فعالیتونه ګڼې.
د دغه خپرونې د ګزارش پر اساس، له ۱۷ کال نه امریکا تراوسه ۱۲۶ ملیارده ډالر د افغانستان بیا جوړولو لپاره لګښت کړې دې. خو ولی دا لګښت په دغه هیواد کښې د جنګ او فساد د زیاتوالی سبب ګرځېدلي، د امریکې حکومتي چارواکو حتی د افغانستان جنګ هېر کړې دی، ځکه چې د امریکې پوځ قوماندان جان نیکلسون په دوه کاله ماموریت کښې او ناتو په افغانستان کښې، د امریکې ولسمشر ترامپ یوځلې هم د هغه شتون قبول کړې نه دې.
د ګلوب خپرونې په ادامه کښې دا مطلب راوړې چې د عراق او افغانستان جنګونه د امریکې له اړخه څه دارنګه هېر کړې شوې چې په نتیجه کښې یی د ملکی قوم په زرګونو کسان مړه شوې دې او په ملیونو کسان تراوسه بې ځایه شوې دې، امریکا او غربی هیوادونو څه دارنګه پروګرامونه جوړ کړې چې په افغانستان کښې د فساد پرمختګ سره مرسته کوې چې په دغه هیواد کښې د ځواکمن حکومت را تللو مخنیوی کوې.
یادښتونه، د افغانستان فساد سره د مقابلې عالي ادارې مشر له دې نه مخکې د بهرنې کسانو له اړخه فساد زیاتولو کښې لاس لرلو په اړه ګواښ ورکړې وو او ویلې وو چې د افغانستان حکومت په دې وخت کښې توان نه لرې چې له بهرنې او غربی موسسو چې په افغانستان کښې د فساد اداري دې په قانوني لار محاکمه کړي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3755614
captcha