IQNA

دبحرین جمیعت اسلامی غورځنګ دآل خلیفه رژیم له خوا په اعلان شوو انتخاباتو کې ګډون نه کوی

19:33 - October 10, 2018
د خبر لمبر: 3481600
نړیواله ډله: دبحرین د الوفاق اسلامی غورځنګ مرستیال دغه هیواد د آل خلیفه رژیم د مخالفانو لپاره ستر زندان بللی او زیاته ئې کړې ده 
د ایکنا راپور له مخې، دبحرین د جمعیّت اسلامی  ملی وفاق غورځنګ  مرستیال  عمومی منشی شیخ حسین الدیهمی  پرن ناوخته  له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې  دې ته په اشارې سره چې   آل خلیفه رژیم  په هیواد کې د سیاسی مشارکت  اجازت محدود کړی دی ووئیل ، دغه رژیم    هرهغه څوک چې  په  هیواد کې سیاسی  خبرې  وکړی  یا له حکومت سره مخالفت وکړی ، په نښه کوی ،  نو ځکه  د  دغه هیواد  په نمایشی انتخاباتو کې ګډون هیڅ معنا نه لری او  دغه ټول ټاکنې په چورلټ ډول ردوو .  بحرین دآل خلیفه رژیم  داعلان په اساس  به  د دغه هیواد پارلیمانی ټول ټاکنې د  نومبر په ۲۴نیټه ترسره شی .
 دبحرین د الوفاق اسلامی غورځنګ مرستیال  دغه هیواد  د آل خلیفه رژیم  د مخالفانو لپاره ستر زندان بللی او زیاته ئې کړې ده ، دغه رژیم  پر مخالفانو ټوله  دروازې بندې کړی دی او دوی  دسوله ایزو غوښتنو دلارې له دوام پرته بله هیڅ ټاکنه نه لری .
   له د ې مخکې هم  د بحرین د  فرورۍ د څوارلسم انقلاب  ائیتلاف  دمیرمنو شورا هم  دهغو ټولو انتخاباتو په بائیکاټولو سره چې  آل خلیفه رژیم  ئې په ترسره کولو  پسې دی ، وئیلی دی ؛ دآل خلیفه رژیم  په انتخاباتو کې ګډون چې  هماغه راز  د دغه  هیواد  د مخالفانو ځپلو اووژلو ته دوام ورکوی ، منطقی کار نه دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i77171
captcha