IQNA

په قزاقستان کښې په لسګونه جوماتونو ویجاړولو احتمال

23:23 - August 10, 2018
د خبر لمبر: 3481412
نړیواله ډله: د قزاقستان حکومت، هغه جوماتونه چې له اجازت پرته او د دغه هیواد د خلکو له اړخه جوړ شوې، ویجاړه وې.
د ایکنا راپور له مخې، د Dünya Bülteni نه په نقل، په قزاقستان کښې له دې سببه چې حکومت یی د جومات جوړولو اجازت سختي سره ورکوې، د دغه هیواد خلک ځنې وخت له مجبورۍ نه خپلو امکاناتو سره جومات جوړ کړي.
د قزاقستان حکومت په ورستو ورځو کښې اعلان کړي چې هغه جوماتونه چې اجازت نه لري ویجاړه وې او دې موضوع لوي بحث رامنځته کړي.
د قزاقستان د ښاري پلان جوړونې او پراختیا د کمیسون له مخې ، په تېرو ۱۳ کالو کښې یواځې د ۸ جوماتونو جوړولو اجازت اخیستلې شوي، نور جوماتونه بي له اجازته او غیر قانونی جوړ شوې دی.
د قزاقستان یو چارواکې په دې اړه وویل: هغه کسان چې دا جوماتونه یی بې له اجازته جوړ کړې، باید پخپله هغه کسان دا جوماتونه ویجاړ کړی. د حکومت د اجازته پرته د هیڅ جومات جوړولو امکان نشته.
یادښتونه؛ د قزاقستان د حکومت له اړخه خپره شوې حکم چې د دې کال په ادیبهشت میاشته کښې ترسره شوې وو، د علمي مرکزونو مشران په مدرسو او پوهنتونونو کښې له ۳۰۰ مېتر نه په زیاته ځمکه جوړ شوې جوماتونه او د لمونځ ځایونه یی ویجاړ کړې وو.
iqna.ir/fa/news/3736540
captcha