IQNA

ملګرې ملتونو سازمان: د روهینګیاؤ بېرته ستنېدو شرایط مناسب نه دي

17:11 - February 16, 2018
د خبر لمبر: 3481059
نړیواله ډله: د ملګرې ملتونو سازمان کډوالو چارو عالي کمشنر تاکید کړې: د روهنیګیاؤ د بېرته ستنېدو شرایط تراوسه مناسب نه دي.
ملګرې ملتونو سازمان: د روهینګیاؤ بېرته ستنېدو شرایط مناسب نه ديد ایکنا راپور له مخې، د اینا خبرونو ویبپاڼې نه نقل، د ملګرې ملتونو سازمان کډوالو چارو عالي کمشنر څرګنده کړه: هغه شرایط چې د روهینګیا مسلمانانو ترې بنګلادېش ته تېښته کړې وه تراوسه ادامه لري.
هغه زیاته کړه: مونږ تراوسه د مسلمانانو له خپلو حقوقو نه د محرومیت چې په اخیرني لس کالو کښې د روهنیګیا اقلیت تابعیت په رد کولو کښې ریښه لري نه وو لیدلې او باید شرایط برابرولو لپاره هڅو ته لومړیتوب ورکړو.
ګراندی همدارنګه د میانمار او بنګلادېش ترمنځه پولي د هغه کسانو لپاره چې ظلم نه یی تېښته کړي، په تېره د هغه ۶۸۰ زره کسانو چې په اخیرني شپږ میاشتو کښې یی د ظلم نه تېښته کړي د خلاصولو ضرورت باندې تاکید کړي.
هغه د خپلو خبرو په ادامه کښې د مارچ په میاشته کښې د باران فصل نږدې کېدو خبردارې ورکړه او زیاته یی کړه: له ۱۰۰ زرو نه زیات کډوال په هغه ځمکه چې د سېلابونو خطر سره مخامخ ده ژوند کوي.
هم په دې اړه د ملګرې ملتونو سازمان سیاسي چارو مرستیال میروسلاو ینچا، څرګنده کړه: د ظلم اقدامات کم شوي، خو ولی د هغه روهینګیاؤ خلاف د تاوتریخوالی اقدامات چې تر اوسه د میانمار په هغه سیمو کښې ژوند کوي خطره شتون لري.
هغه زیاته کړه: د حقوق زیات سازمانونه چې له دې نه مخکې یی د راخین په ولایت کښې فعالیتونه کول، په دغه سیمه بند شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3691600
captcha